د لاهور هائي کورټ د سيشن جج اٹک ته امر کړی چې د پاکستان تحريک انصاف صدر پرويز الاهي دې بحال کړي او سبا دې عدالت ته وړاندې کړي.
باغی ټی وی رپورټ
د عدالت د حکم باوجود د پنجاب د پخواني وزيراعلي چوهدري پرويز الهي د ګرفتارۍ په اړه د اورېدنې په مهال عدالت د پلټنو لپاره ويلي، آئي جي پنجاب ورته د شوکاز نوټس جاري کړی دی.
آئي جي پنجاب ووئيل چې د شوکاز مسله مه کوئ، صرف نوټس جاري کړئ، تر سبا پورې وخت ورکړئ، لاهور هائي کورټ ويلي اول به سبب وښائي، بيا به کارروائي کيږي او سزا به ورکول کيږي. د پنجاب ایډوکیټ جنرل وویل چې د تحقیقاتو موقع دې ورکړل شي او عدالت ته دې رپورټ وړاندې کړي.
عدالت پوښتنه وکړه چې ايا تاسو نه پوهيږئ چې پرويز الهي چرته دى، په ځواب کې دپنجاب ايډوکيټ جنرل وويل پرويز الهي دپنجاب دکومې ادارې سره نۀ دى؟
لاهور هائي کورټ بيا پوښتنه وکړه چې پوليس هم نه پوهيږي چې پروېز الهي چرته دی، په دې اړه آئي جي پنجاب عثمان انور وويل مونږ ته دا هم نه ده معلومه چې هغه چرته دی.
سردار لطيف کهوسه هم په عدالت کې حاضر شو او ويې ويل چې که د دې محکمې له حدودو څخه کار واخستل شي، نو محکمه په هر ولايت کې د حکم صادرولو واک لري، دا ټول له مخکې پلان شوي وو.
لطيف کهوسه وويل چې ډي آئي جي اپريشنز له ګاډي نه راکوز شو او ما يې هم ښکته کړو، د عدالت د حکم نه داسې سرغړونه په ٥٠ کلونو کې په وکالت کې نه ده ليدل شوې.
د لاهور هائي کورټ د سيشن جج اٹک ته امر کړی چې پروېز الهي د اٹک جيل نه بيرته واستوي او سبا ته يې وړاندې کړي او آئي جي اسلام اباد ته يې د ستمبر په اتمه د توهين عدالت نوټس هم جاري کړی دی.