د پاکستان حکومت په هېواد کې د خامو تېلو د زېرمه کولو پروسه ډېره اسانه کړې ده.

0
187

باغی ټی وی رپورټ

د دې مقصد لپاره د پټرولیم ډویژن د کسټم بانډډ پالیسي لارښود نوټیفیکیشن جاري کړی دی.

د نوټيفيکيشن له مخې نړيوال پېرېدونکي به تېل پېري او د پاکستان بندرونو ته به يې زېرمه کولی شي.

نوټيفيکيشن کښي وئيلي شوي دي چي ددي لپاره به نړيوال کمپني پاکستان کښي يو سبسيډيري کمپني جوړه کړي۔

زیرمه شوي خام تیل به د نفتو او تیلو شرکتونو ته وپلورل شي.

نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي دي چې د تيلو شرکتونه به د تېلو پېرلو لپاره د ډالرو په بدل کښې په پاکستانۍ کلدارو پيسې کولې شي۔

په دې توګه به حکومت د تېلو د پېر او پلور لپاره هېڅ ډول ضمانت نه ورکوي.

د نوټيفيکيشن ترمخه د اوګرا لائسنسي کمپنيو ته ذخيره شوي تېل سپلائي کولې شي او د پاکستان په بندرونو کښې ذخيره شوي تېل به بيا برآمد کولې شي۔

په هرصورت، شرکتونه باید د خام تیلو صادرولو لپاره د اوګرا اجازه ترلاسه کړي.

Leave a reply