د ملي اقتصادي شورا مهمه غونډه نن رابلل شوې ده.

0
167

باغی ټی وی رپورټ

د زرائعو له مخې د خزانې نگران وزير ډاكټر شمشاد اختر به د قومي اقتصادي كونسل د غونډې مشري كوي په كوم كښې به چې د 136 اربه روپو په ارزښت د پروژو منظوري وركړې شي۔

سرچینه زیاتوي، چې په دې غونډه کې به د عامې روغتیا او حکومتدارۍ پر پروژو، د فزیک پلاننګ او د کور جوړولو پر پروژو هم خبرې کېږي.

سرچینه زیاتوي چې د ملي اقتصادي شورا په غونډه کې به د وفاقي حکومت د ښه والي لپاره پلانونه هم شامل وي، له اړوندو څانګو او ادارو څخه به د فنډونو غوښتنه هم وڅېړل شي.

دسرچينو ترمخه دپروژو لپاره دفنډونو جاري کولو مرحله ځنډول شوې ده اؤ امکان دى چې دپروجونو دکار بشپړيدو سره سم دفنډونو منظوري هم جاري کړل شي.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د ملي اقتصادي شورا د بيا تنظيم منظوري ورکړه.

Leave a reply