د پیپلز پارټۍ مشر او د تجارت پخواني وفاقي وزیر نوید قمر د احسن اقبال د بیان په غبرګون کې ویلي چې هیڅ یو وزارت د بورې د صادرولو اجازه نه ورکوي.

0
135

باغی ټی وی رپورټ

په ملک کې د شوگر روان بحران په اړه د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر او پخواني وفاقي وزير احسن اقبال د جيو نيوز په پروگرام کې ويلي دي چې د شوگر د واردولو منظوري د تجارت وزارت نويد قمر ورکړې وه، زمونږ حکومت يو ايتلافي حکومت ؤ، ټول حکومت. د مسلم لیګ (ن) په غاړه نه شي اچولی.

نويد قمر په دې اړه جيو نيوز سره خبرو کښې وئيلي دي چې مونږ د ميرټ په بنياد کتل پکار دي چې د شکر برآمد کولو فيصله صحيح وه او که نه، هيڅ يو وزارت د شکر برآمد کولو منظوري نه ورکوي۔

هغه زیاته کړه چې د ای سي سي په غونډه کې د بورې د صادراتو مسله راپورته شوې وه، موږ ته د بورې مقدار زیات وو، نو د صادراتو اجازه ورکړل شوه، کله چې تولید زیات شي واردات باید وشي، د بورې کرشنګ به د نومبر په میاشت کې پیل شي.

نوید قمر وویل چې ذخیرې د بورې مخه نیولې ده، د ذخیرې او قاچاق له امله د بورې بیې لوړې شوې دي، زیاتره قاچاق د ایران له لارې کیږي.

پخواني وفاقي وزير ووئيل چې هېواد كښې د بورې كافي مقدار موجود دے٬ صوبائي حكومتونه دې د ذخيره كولو په ضد كاروائي وكړي۔

Leave a reply