د اسلام اباد هائي کورټ د پخوانۍ وفاقي وزيرې شيرين مزاري د لور ايمان مزاري د نيولو نه وړاندې عدالت ته خبر ورکول لازمي کړي دي.

0
165

باغی ټی وی رپورټ

د اسلام اباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب د حکم جاري کولو په مهال وئيلي دي چې د ايمان مزاري د نيولو نه وړاندې به عدالت ته په کومه خفيه ايف آئي آر کښې خبر ورکولې شي۔

ايډيشنل اټارني جنرل منور اقبال دوګل عدالت ته وويل چې مونږ دتيرې اوريدنې وروستو صوبو ته ليکلي وؤ، دکيسونو تفصيلات وړاندې کولو لپاره صوبو ته فکس اؤ واټساپ کړى ؤ، درخواست کوونکې ايمان مزاري بايد داسې بيانونه نۀ ورکوي.

اسلام اباد هائي کورټ وئيلي دي چې د مقدمې کار روان دے که کومه ايف آئي آر وي نو عدالت ته به خبر کړو.

عدالت د ايمان مزاري درخواست په هداياتو سره ختم کړو۔

ياده دې وي چې د اګست په ۲۸مه د اسلام اباد عدالت د غدارۍ او تحريک په مقدمه کې د ايمان مزاري په ضمانت ضمانت منظور کړی و، چې له هغې وروسته هغه له اډياله جيل څخه خوشې شوه، خو له جيل څخه د خوشې کېدو سمدستي وروسته د اسلام اباد پوليسو هغه د باړې په پوليس سټيشن کې ونيوله. ایمان مزاري په کاهو کې درج شوي مقدمې کې نیول شوې ده.

ياده دې وي چې د سپټمبر په دوهمه نېټه د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د ايمان مزاري ضمانت منظور کړی و خو هغه په ​​يو بل مقدمه کې نيول شوې وه.

Leave a reply