د پنجاب د پخواني وزيراعلي چوهدري پروېز الهي حالت په اٹک جيل کې خراب شوی دی.

0
81

باغی ټی وی رپورټ

د سرچينو ترمخه چوهدري پروېز الهي به څه موده پس د اسلام آباد پمز هسپتال ته رسولې شي۔

سرچينې وائي چې پرويز الهي به پمز هسپتال کې طبي معاينه کوي.

ياده دې وي چې چوهدري پروېز الهي درې ورځې وړاندې د اسلام اباد پوليسو د 3MPO لاندې نيولی و او اٹک جيل ته لېږدول شوی و.

له دې وړاندې د لاهور هائي کورټ د چوهدري پرويز الاهي د خوشي کولو امر کړی ؤ او وئيلي يې وؤ چې پرويز الاهي به د نيب يا کومې ادارې او ادارې لخوا نه نيول کيږي او د هيڅ قانون لاندې به نه نيول کيږي .

Leave a reply