د کراچۍ له لیاري سیمې نیول شوي ملزم په لاک اپ کې ځان وژنه کړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د جيو نيوز د خبر له مخې، د نيول شوي ملزم نعمت په مړينه د کورنۍ غړو د پوليسو پر ضد احتجاج وکړ او تور يې ولګاوه چې پوليسو د نعمت شکنجه کړې او وژلې ده.
خپلوانو ويلي چې نعمت ځان وژنه کړې او پوليسو د تالاشۍ سي سي ټي وي فوټيجونه وښودل، په داسې حال کې چې د پېښې د پلټنې لپاره يې د کمېټۍ جوړولو غوښتنه هم وکړه.
بل لوري ته پوليس دعوه کوي چې د چرس ساتلو په مقدمه کې نيول شوي ملزم نعمت په جال کې ځان وژنه کړې ده.
بلخوا په عيدګاه سيمه کې دپوليسو ترمينځ نښته شوې چې پکې دوه ملزمان ژوبل شوي دي.






