د سيکرټ ايکټ لاندې جوړې شوې خاص عدالت د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان د جسماني ريمانډ نه ورکولو حکم جاري کړے دے۔

باغی ټی وی رپورټ
په عدالتي حکم کښې وئيلي شوي دي چې په خصوصي عدالت کښې د سيفران په اړه د کيسونو دوه سماعتونه شوي دي، د عمران خان ژوند مهم دے، معلومه نه ده چې د پي ټي آئي چيئرمېن د اٹک جيل نه بهر راوستلو په مهال به کومه حادثه رامنځته شي که نه.
د عدالت په فيصله کښې زياته کړې شوې ده چې د پي ټي آئي چيئرمېن جسماني ريمانډ د غير معمولي صورتحال په نظر کښې نه شي نيولے نو ځکه د حاضري نه استثنٰي هم ورکړے شوې ده۔
ياده دي وي چي د خاص عدالت جج د پي ټي آئي چيئرمېن ته اجازه ورکړې وه چي له خپلو زامنو سره په ټيليفون خبرې وکړي.






