د پاکستاني ژورنالیست ارشد شریف په وژنه کې ښکیل پنځه کینیا پولیس افسران له بیا رغولو وروسته بیرته خپلو دندو ته ستانه شول.

باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه په انکوائري کې ټول پينځه پوليس افسران بې گناه اعلان کړل شوي دي او دوه افسرانو ته هم په لوړ رتبه ترقي ورکړل شوې ده.
سرچینې وايي چې د کینیا د پولیسو د نظارت خپلواکه ادارې تر دې دمه د تحقیقاتو پایلې نه دي خپاره کړي سره له دې چې ژمنه یې کړې چې په څو اونیو کې به یې ورکړي.
د چارواكو وياند د پوليسو د منسوبينو د بيا ځاى پر ځاى كولو او د څېړنو د اوږدوالي په اړه پوښتنې ته ځواب ورنه كړاى شو.
په کینیا کې د ارشد شریف کوربه خرم او وقار په وژنه کې لاس لرل رد کړي او په کینیا کې ژوند کوي.
د یادولو وړ ده چې ارشد شریف د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۲۳ مه د کینیا د نایروبي په ښار کې د ماګادي په لویه لاره د پولیسو لخوا ووژل شو چې په تحقیقاتو کې د کینیا د پولیسو په چلند کې تضاد وموندل شو.






