پاکستان تحریک انصاف د تحریک انصاف د چیرمین عمران خان خلاف اٹک جېل کښې د مقدمې اورېدنه رد کړې ده.

0
180

باغي ټي وي رپورټ

تيره ورځ د قانون وزارت اٹک جيل کښي د سيفري کيس سماعت لپاره نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

د قانون وزارت ترمخه داخله وزارت د سائيفر د مقدمې اورېدنې لپاره د حفاظتي انديښنو څرګندونه کړې چې له وجې به ئې د سيکرټ ايکټ لاندې د مقدمې اورېدنه نن په اٹک جيل کښې کېږي. جج ابوالحسنات ذوالقرنين به د پي ټي آئي د چيئرمېن خلاف د مقدمې اورېدنې لپاره اٹک جيل ته ځي.

د پي ټي آئي چيرمين جوډيشل ريمانډ نن د سائيفر کيس کښي مکمل شوے دے او د ذرائعو ترمخه شاه محمود قريشي به نن د سائيفر کيس لپاره جوډيشل کمپلکس کښي پيش کولي شي۔

خو پاکستان تحریک انصاف د تحریک انصاف د چیرمین عمران خان خلاف اٹک جېل کښې د مقدمې اورېدنه رد کړې ده.

د پي ټي آئي وياند لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې د توشه خانې په شان د سيفران په مقدمه کښې د بې انصافۍ بنياد کښېښودل شوے دے، په قانون کښې په بنده کوټه کښې د مقدمې د چلولو گنجائش نشته او آئين اجازت نه ورکوي۔ دا

د پي ټي آئي وياند وئيلي دي چې د تحريک انصاف د چيئرمېن خلاف مقدمه دې په اوپن عدالت کښې چلولې شي، پټه مقدمه يا د هغې په نتيجه کښې شوې کومه فيصله به قانوني حيثيت نه لري۔

دلته څرګنده شوې ده چې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د سېفران کيس کښې تر 30م اګست پورې په جوډيشل ريمانډ کښې دے.

د اسلام اباد سيکرټري ايکټ کورټ جج ابوالحسنات د تحريک انصاف چيئرمېن په جوډيشل ريمانډ جېل ته لېږلی او عدالت هغه ته د اګست په 30مه نيټه په شخصي توګه هم طلب کړی دی.

ياده دي وي چي تيره ورځ اسلام آباد هائي کورټ په توشه خانه کيس کښي د عمران خان سزا معطل کړي وه او په ضمانت ئي د خوشي کولو حکم ئي ورکړے وو ولي د سيفران په کيس کښي د عدالتي ريمانډ له وجي د هغه خوشي کيدل ممکن نه وو۔

Leave a reply