په ميانوالي کې د خپل پلار په ډزو ټپي شوې ډاکټر سدره نيازي ساه ورکړه.

باغي ټي وي رپورټ
د کورنۍ په وینا، ډاکټر سدره نیازي د راولپنډۍ په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې وه، خو د ټپونو له امله ساه ورکړه او خالقحقي ته ورغله.
ټپي شوې ليډي ډاکټره د اګست په ۲۰مه له ميانوالي څخه راولپنډۍ ته لېږدول شوې وه. ډاکټر سدره نيازي له ۹ ورځو راهيسې په سخت مراقبت کې تر درملنې لاندې وه.
د پولیس وینا ده چې ډاکټر سدرا لس ورځې وړاندې د خپل پلار لخوا په ډزو ژوبل شوې وه، د ډاکټر سدرا د ورور په شکایت د پلار خلاف مقدمه درج کړې شوې وه خو ملزم تر دې دمه نه دی نیول شوی.
د کورنۍ غړي وايي چې تر قانوني کاروايي وروسته به د ډاکټر سدرا نيازي د جنازې لمونځ په ميانوالي کې ادا کېږي.
پولیس وايي، ډاکټر سدره غوښتل چې د نورو زده کړو لپاره هاسټل ته ولاړه شي، خو پلار یې د لور د هاسټل د لېږد مخالف و.





