پاک افغان پوله د انګور اډه په سیمه کښې بنده ده

باغي ټي وي رپورټ
وانا: د پاک افغان بارډر په د انګور اډه په سیمه کښې د تیرو 22 ورځو نه تړلې ده چې له وجهې ی ددې سیمې خلق د سختو ستونزو سره مخ دي، څو ورځې وړاندې مقامي خلقو ته سیکوریټي چارواکي اعلان کړې وو چې په پوله تګ راتګ کولې شي.
د انګور اډه سره نزدې مشرانو او اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې ۵ ورځې وړاندې دوی سره آی جي ایف سی ساوت عمر بشیر رسنیو په وړاندې اعلان کړې وو چې په پاکستاني شناختی کارډ به په دې پوله د افغانستان نه خلقو ته اجازت ورکړي چې پاکستان ته را داخل شي او د پاکستان نه به په افغان تذکره خلقو ته اجازت وی افغانستان ته لاړ شی خو دلته یو سیکوریټی اهلکار خلقو ته اجازت نه ورکوي.
یو ځای مشر محمد رسول وویل چې د دروازې د بندیدو پرمهال د انسان او مخدره توکو قاچاق ډیر زیات شوې دې، هغه وویل چې په دروازه مقرر اهلکار د انسانانو اود مخدره توکو په قاچاق کې ښکیل دي او د ۵۰۰۰ زرو نه واخل ته ۲۵۰۰۰ زره روپیو پورې رشوت اخلي. له بلې خوا ، دوی په غیر قانوني موټرو کې لوی رشوت اخلي او پاکستان ته یې راوړي.
دوی اوویل چې که دا غیرقانوني کار بند نه شو نوی دوی به په احتجاج لاس پورې کړې، ځآی مشرانو د لوړ پوړه چارواکو نه غوښتنه وکړه چې په دروازه مقرر اهلکارو په ضد دې قانوي کاروایی وکړې شي.
https://pashto.baaghitv.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%88%d8%af%d8%a7%da%ab%d8%b1%d9%88-%d8%a7%d9%88-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%88%da%ab%da%93%d9%88-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3/
https://pashto.baaghitv.com/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%aa%d9%88%d8%b1%d8%ae%d9%85-%d9%be%d9%88%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%b1/
https://pashto.baaghitv.com/%d8%af-%d8%aa%d9%88%d8%b1%d8%ae%d9%85-%d9%84%d9%87-%d9%84%d8%a7%d8%b1%db%90-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%81%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%ab%d8%a8%d8%aa/






