ترک صدر د ۱۰ لسو سفیرانو د هیواد نه ویستلو حکم کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د ترکي هیواد صدر رجب طیب اردوآن د بهرنیو چارو وزیر ته حکم کړې دې چې د لسو هیوادونو سفیرانو د ملک نه واپس تللو انتظام وکړي او دوی ته اووای چې تاسو ترکي هیواد پریږدي او ترکي نه اووځۍ.
په رسنیو کښې چاپ شوي رپورټ مطابق یو تن چې د ترکي حکومت په زندان کښې اچولې دې، دې سفیرانو په ترکی حکومت تنقید کړې وو چې دا تن ی ولې نیولې دې، د رپورټ مطاق دې سفیرانو ویلي وو او اندیښنه ی څرګنده کړې وه چې ترکي هیواد عثمام قواله نیولې دي او ډیر وخت ی په زندان کښې تیر کړو.
په عثمان قوالا د ترکي حکومت د طرف په کال ۲۰۱۷ کښې د حکومت په ضد احتجاج او ناکام فوځي بغاوت په اړه د اړیکو په تور نیولې دې او وس هم زنداني دې.
هغه سفیران چې د عثمان قواله په اړه ی ادیښنه څرګنده کړې وه، په دوی کښې امریکا، فرانس ، جرمني، کینیډا، سویډن ،ناروې ، فن لینډ، نیدرلینډ، ډنمارک او نیوزي لینډ سفیران شامل دي، دې سفیرانو د عثمان قواله په زنداني کیدو د ترکي په صدر او حکومت تنقید کړې وو.






