د نایجریا لۀ یوۀ زندان څخه ۸۰۰ بندیان تښتېدلي دي
د دې هېواد امنیتي مسوولین وایي، چې د یادو تښتېدلو بندیانو د بېرته نیولو په موخه یې عملیات پیل کړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، بندیانو د نارنجک څخه په استفادې توانېدلي د زندان انګړ ته ځانونه ورسوي او له هغه ځایه وتښتي.
(2021 / 10 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نایجریې هېواد چارواکي وایي، چې د اویو ایالت له یوه زندان څخه شاوخوا ۸۰۰ بندیان تښتېدلي دي.
د دې هېواد امنیتي مسوولین وایي، چې د یادو تښتېدلو بندیانو د بېرته نیولو په موخه یې عملیات پیل کړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، بندیانو د نارنجک څخه په استفادې توانېدلي د زندان انګړ ته ځانونه ورسوي او له هغه ځایه وتښتي.
پولیسو ویلي، چې په لسګونه بندیان یې بېرته نیولي خو شاوخوا ۸۰۰ هغه یې تښتېدلي دي. د نایجریې له زندانونو څخه د بندیانو د تېښتې دا درېیمه پېښه ده چې ثبتېږي.
تر دې وړاندې په سمپټمبر میاشت کې د کوګو ایالت له یوه زندان څخه ۲۰۰ بندیان تښتېدلي وو.










Leave a Reply