نن به پاکستان او هند د کرکټ په لوبه کښې یو بل ته مخ شي

0
208

باغي ټي وي رپورټ
د ټي ټونټي کرکټ لوبو په نړۍ کچ مقابلو کښې نن د په متحده اماراتو کښې د پاکستان او د هند کرکټ لوبوډلو مقابله کیږی، د کرکټ مینه وال وایی دوی به ددې میچ نه خوند واخلي، دا کرکټ لوبه به د پاکستان وخت مطابق د شپې په ۷:۰۰ اووه بجې پیل شي.

یو کرکټ مینه وال او پخوانۍ د کرکټ لوبغاړي رسنیو ته اوویل چې ټول په انتظار یو چې دا میچ اوګورو، د یو سوال په ځواب کښې ی اوویل چې د هند لوبډله په توپ اچوونه او توپ وهنه دواړو کښې فټ او تکړا دې خو د پاکستان توپ اچوونه کمزورې ده ولې د پاکستان لوبډلې د توپ وهنې لوبغاړي مضبوط دې.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې د نیوزي لینډ کرکټ ټیم د پاکستان په دوره راغلې وو چې خو د میچ په شروع کیدو وخت کښې ی د لوبه کولو نه انکار وکړه او واپس ی خپل هیواد ته سفر وکړو، په هغه ورځ د پاکستان شیخ رشید الزام ولګولو چې د نیوزي لینډ دا دوره او پاکستان ی هسې د دروغو په تور د سیکوریټي په نامه بدنام کړو او د لوبې نه ی انکار وکړو.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري بیا په یو خبري غونډه کښې اوویل چې د نیوزي لینډ دا دوره د هند له طرف نه بدنام شوه او هسې د دروغو بریښنا لیک او په ټولنیزو رسنیو ی په پاکستان کښې د نیوزي لینډ ټیم ته د دهشت ګردو له طرف نه د خطرې ایمیل لیږلې وو او د نیوزي لینډ کرکټ لوبغاړو ته ی د ترهګرو طرف نه د خطره په اړه جعلي او بې بنیاده پروپیګنډه کړې وه.

Leave a reply