خلیلزاد: د دوحې مزاکراتو د پایلو پړه يوازې پر ما نده

خلیلزاد: د دوحې مزاکراتو د پایلو پړه يوازې پر ما نده

خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت ټول مسوولیت یو ځل بیا پر پخواني ولسمشر اشرف غني اچولی دی او په خبره یې د هغه تګ ددې سبب شو چې د افغانستان پوځ وپاشل شي او اوسنی نامعلوم وضعیت رامنځ ته شي.

 

(2021 / 10 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

 

خلیلزاد  وایي د دوحې د مذاکراتو د پایلو پړه دې یوازې پر ده نه اچول کېږي.

هغه له خپلې دندې تر استعفا وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي چې په دې مذاکراتو کې د امریکا دفاع وزارت، استخباراتي ادارې او ديپلوماتیکه دستګا ونډه وال وو.

هغه زیاته کړې چې ددې مذاکراتو مشري ده کوله او پاتې د ټولو اداراتو نظرونه او د نظر توافق شرط و.

اړوند موضوعات: 

زلمی خلیلزاد وايي چې ښايي د القاعده مشر افغان پولې ته څېرمه پټ وي

خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت ټول مسوولیت یو ځل بیا پر پخواني ولسمشر اشرف غني اچولی دی او په خبره یې د هغه تګ ددې سبب شو چې د افغانستان پوځ وپاشل شي او اوسنی نامعلوم وضعیت رامنځ ته شي.

خلیلزاد وایي تر تګ یوه ورځ مخکې له ولسمشر غني سره د سوله ییز لېږد او جګړې نه کولو په اړه خبرې شوې وي، خو هغه له هېواد ووت.

خلیلزاد همدا راز ویلي چې دمګړۍ امریکا له یوې دایمي جګړې وتلې ده، په افغانستان کې جګړې کمې شوې دي او له دې امله یې ځان بریالی بللی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *