په ضم قبایلي علاقو کښې د انضمام خلاف تحریک پیل شوې

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په ضم قبایلي علاقو کښې د انضمام په ضد یو تحریک پیل شوي دې، د جمعیت علمای اسلام تر سیوري لاندې دا تحریک د ضلع باوجوړ نه شروع شو.
د جمعیت علمای اسلامی د میډی سیل نه جاري شوي یو رپورټ مطابق ددې پارټۍ مشرانو په باجوړ کښې په یوه لویه غونډه او جرګه کښې ګډون کړې دې، په دې جرګه کښې د ضلع باجوړ د جمعیت علمای اسلامی مشرانو او غړو نه علاوه د علاقې ډیر مخور مشران هم شامل وو.
مشرانو په جرګه کښې اوویل چې د قبایلي علاقو په صوبه خیبر پښتونخوا کښې شامیلیدل رد کوو او دا فیصله د قبایلي عوامو د رای خلاف شوې ده، مشرانو اوویل چې جمعیت علمای اسلامی د قبایلی علاقو په صوبه کښې انضمام رد کوي او ددې په ضد په ټوله قبایلي سیمه کښې یو تحریک چلوی چې حکومت دا فیصله واپس واخلي.
په دې جرګه کښې د د قبایلي جرګې چیرمین، پخوانۍ وفاقي وزیر او د جمعیت علمای اسلام رهنما حمیدالله جان آفریدي، ایم این اې مفتي عبدالشکور او نور ګنړ شمیر نور مشران هم شامل وو.
یاده دې وی چې د پخواني پاکستان مسلم لیګ ن په حکومت کښې د پخوانۍ فاټا سیمې په خیبر پښتونخوا کښې د شامیلیدو بل د پاکستان پارلیمان نه په ۲۷ می کال ۲۰۱۸ کښې پاس شو او قبایلي اوو ایجنسي او ۶ ایف آرز په صوبه کښې ضم شوې، د پخوانۍ فاټا د ضم کیدلو بل، ۲۵ ترمیم لپاره ۸۳ درې اتیا ووټونه په کار اوو ددې بل د پاس کیدو په حمایت کښې ۸۷ ووټونه واچول شول او پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کښې شامله کړې شوه






