د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال غزني ولایت کې د پولیسو د نوي منظور تشکیل پرانیسته وکړه.

0
91

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال غزني ولایت کې د پولیسو د نوي منظور تشکیل پرانیسته وکړه.

28 اګست دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري غزني کې د پولیسو د نوي تشکیل پرانیسته وکړه.

 

خبر زیاتوي چې ښاغلی عمري په کاري سفر غزني ته تللی، چې د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د لیدنې پرمهال یې د یو شمېر ولایتي مسؤلینو په شتون کې د پولیسو د نوي تشکیل پرانیسته وکړه.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال د ایران هیواد د پارلمان غړو او مل پلاوي سره کتلي.

 

ورته مهال، د غزني ولایت امنیتي مسؤلینو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ته ښه راغلاست ووایه او د مشرتابه له لوري یې یاد ولایت ته په نوي منظور شوي تشکیل خوښي څرګنده کړه.

Leave a reply