د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د چيئرمېن د سزا معطل کولو درخواست باندې اورېدنه به نن د اسلام آباد هائي کورټ کښې يو ځل بيا کيږي۔

باغي ټي وي رپورټ
د الېکشن کمېشن وکيل امجد پرويز د بيمارۍ له وجې تيره سماعت کښې حاضر نه شو۔
عدالت اليکشن کميشن ته هم نن د متبادل وکيل بندوبست کولو حکم کړے دے۔
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق ريمارکس ورکړے وو چې د ترهه ګرۍ محکمې څه کړي غلط وو۔
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين د توشه خانه کيس کښي د ټرائل کورټ لخوا ورکړے شوي دري کاله سزا معطل کولو لپاره اسلام آباد هائي کورټ کښي درخواست جمع کړے دے۔
د عمران خان وکيل سردار لطيف کهوسه په مقدمه کې خپل دلائل بشپړ کړي او د اسلام اباد هائي کورټ د پرېکړې خلاف يې د مقدمې د اورېدنې پرېکړه اعلان کړې ده.






