په نارووال کې د خپلمنځي شخړې له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
باغي ټي وي رپورټ
د پوليسو ترمخه دا پيښه د نارووال په صديق پوره سيمه کې شوې ده چې پکې د يوې کورنۍ سره د تعلق د شخړې له امله ډزې شوي دي.
پولیس وايي، په ډزو کې د پلار، زوی او لور په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
د پوليسو وينا ده چې د وژل شوؤ کسانو مړي دپوسټ مارټم لپاره هسپتال ته رسول شوي دي او د ملزمانو لټون روان دى.