د خيرپور په راني پور سيمه کې د بااثر پير په حويلي کې د تشدد له امله د وژل شوې لس کلنې فاطمې په مقدمه کې نيول شوي څلور ملزمان خوشې کړل شوي دي.

0
83

باغي ټي وي رپورټ

د فاطمه قتل د مقدمې تفتیشي افسر قاضي بچل په مقدمه کې د نیول شوو څلورو ملزمانو د خوشې کیدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې ایس ایچ او امیر چنګ، ډاکټر فتاح میمن، ډاکټر علي حسن وسان او کمپاؤنډر امتیاز میراسي هم خوشي شوي دي.

د تحقيقاتي افسر قاضي بچل وينا ده چې ايس ايچ او، دوه ډاکټران او د هسپتال ملازم د خپلې بې ګناهۍ ثبوت وړاندې کولو وروستو خوشې کړل شوي دي.

قاضي بچل وويل، چې څلور واړه تورن کسان لا هم تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي، خو د پوليسو له بنده خوشې شوي دي، دغه څلور کسان د حقايقو پټولو، جرمونو پټولو او په دنده کې د غفلت په تور نيول شوي دي.

بل خوا تيره ورځ د خيرپور جوډيشل مجسټريټ د فاطمه قتل کيس مرکزي ملزم اسد شاه په جسماني ريمانډ کښي دري ورځي اضافه کړے ده۔

ياده دې وي، چې د ځوانې فاطمې وژنه تېره ورځ د راني پور په سيمه کې د يوه با نفوذه پير په حويلي کې شوې وه، چې ويډيو يې هم خلکو ته راغلې وه.

Leave a reply