د سویلي افریقا ښځینه کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته د خپل لومړي سفر لپاره کراچۍ ته ورسیده.

0
127

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه 23 کسيزه افريقه لوبډله دبئي نه د ايک 600 په الوتکه کې کراچۍ ته رسيدلې چرته چې په جناح انټرنيشنل ائيرپورټ ددوي تود هرکلى وشو، لوبغاړو ته يې د ګلونو ګيډۍ او ګلدانونه هم وړاندې کړل شول.

کراچۍ ته په رسيدو افريقې سکواډ کې لوبغاړي، کوچنګ سټاف او انتظامئي شامل دي.

د پوليسو دسرچينو له مخې دجنوبي افريقې ښځينه کرکټ ټيم دامنيت لپاره دصدر صدر پروټوکول ورکول کيږي، دکراچۍ ائيرپورټ ټرمينل ون څخه دټيم هستوګنې پورې سخت امنيتي انتظامات شوي دي.

د ايس ايس يو کمانډوز، رېنجرز، پوليس او نورو ادارو په گڼ شمير کې گمارل شوي، دغه ډله د کلک امنيت لاندې يو ځايي هوټل ته وړل شوې ده.

د سویلي افریقا او پاکستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د کرکټ په ملي لوبغالي کې درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

د سپټمبر په 1، 3 او 5 به درې T20 لوبې د ماښام 7:30 بجې پیل شي.

د پاکستان ښځينه کرکټ ملي لوبډله به د سپټمبر په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه د پاکستان د وزلوبې لوبډلې پر وړاندې يو ورځني کرکټ سيالۍ ترسره کړي، چې د يو ورځنيو لوبو لړۍ د ICC چيمپيئن شپ برخه ده.

د افریقا ښځینه کرېکټ لوبغاړي به د ۲۰ ورځني سفر له بشپړولو وروسته د سپټمبر په ۱۵مه هېواد ته راستون شي.

Leave a reply