د کراچۍ په تیموریه سیمه کې د ځوانانو د ویډیوګانو په جوړولو سره د بلیک میل کولو پنځه شکمن کسان نیول شوي دي.
باغي ټي وي رپورټ
د پولیسو په وینا د دې ډلې تورن کسان د یوه پنځلس کلن ځوان په شکایت نیول شوي دي.
د پوليس وينا ده چي ملزم د پلټنو په مهال د څو کم عمره هلکانو بليک ميل کولو اعتراف هم کړے دے، د نيولي شوي ملزم امتياز نه د موبائل فون نه د بدعملي څو ويډيوګاني هم ترلاسه شوي دي۔
د پوليسو وينا ده چې په نيول شوؤ کسانو کې عمران، جميل، امتياز، جهانزيب او منصور شامل دي، د نيول شوؤ کسانو په ضد مقدمه درج کړې شوې ده.
بل لوري ته دکورنګي په لنک روډ دپوليسو اؤ غلو ترمينځ نښته شوې ده چې په مهال يې پوليسو کارروائي کړې اؤ دټپيانو په شمول يې درې شکمن کسان نيولي دي.
پوليس وايي، له نيول شويو کسانو څخه يې دوه ميله تومانچې، دوه موټرسايکلونه او يو شمېر موبايلونه هم ترلاسه کړي دي.