د اسلامي امارت کابینې غونډه کې د بریښنا د بیو کمولو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او تصامیم ونیول شول.

0
190

د اسلامي امارت کابینې غونډه کې د بریښنا د بیو کمولو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او تصامیم ونیول شول.

 

26 اګست شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې غونډه د رئیس الوزراء‌ ملا محمد حسن اخند په مشرۍ دایره شوه.

د روان هجري قمري کال د کابینې په درېیمه غونډه کې د نورو پرېکړو او تصامیمو تر څنګ د برېښنا ضایعاتو د سلنې کمولو، د معاشونو کنټرول، اړوندو هېوادونو سره د مفاهمې له لارې د برېښنا د بیې کمولو او تعرفې اړوند یو پلاوي ته مسؤلیت وسپارل شو.

اړوند موضوعات

د کابینې غونډه؛ د بخش آباد او کمال خان بند د پاتې کارونو پر بشپړېدو ټینګار شوی دی 

 

 

دا پلاوی چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ ټاکل شوی، د سیمو، منابعو او یا هم د برېښنا د استعمال د کچې له مخې د برېښنا تعرفي د تفاوت د جواز او نه جواز اړوند له مرکزي دارالافتاء په استفتاء هم ګمارل شوی دی.

Leave a reply