د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د سره صلیب نړیوالې کمیټې له رئیس او مل پلاوي سره کتلي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د سره صلیب نړیوالې کمیټې له رئیس او مل پلاوي سره کتلي.
25 اګست جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب له نړیوالې کميټې له رئیس ښاغلي ایلوا فیلیون او مل پلاوي سره وکتل.
په سر کې، ښاغلي ایلوا فیلیون ښاغلي همکار ته د خپلو فعالیتونو، مرستو او همکاریو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته، نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د یادې کمیټې له فعالیتونو او همکاریو مننه وکړه او په ورته وخت کې یې د روږدو د مرکزونو، روزنې او ساتنې په برخه کې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
اړوند موضوعات
نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د بدخشان له والي سره لیدلي او پر یاده موضوع یې خبرې اترې کړي.
ورته مهال، د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس ښاغلي ایلوا فیلیون او مل پلاوي په یاده برخه کې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.