د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان ميرمن بشرا بي بي سپريم کورټ کښې يو بيان جمع کړے دے چې پکښې عدالت نه د عمران خان د خراب صحت نوټس اخستو غوښتنه کړې ده۔

0
171

باغي ټي وي رپورټ

بشرا بي بي ته اجازه ورکړل شوه چې د خپل مېړه او پخواني لومړي وزیر عمران خان چې په توشه خانه کېس کې په درې کاله بند محکوم شوی و، د اګست په ۲۲مه په اٹک جېل کې له عمران خان سره وکتل.

د بشری بي بي په استازیتوب حامد خان وکیل سپریم کورټ کې بیانیه جمع کړې ده.

بشری بي بي اوس سپريم کورټ کښې حلفه جمع کړې ده چې پکښې وئيلي شوي دي چې په جيل کښې د پي ټي آئي چيئرمېن ژوند ته خطره ده او د پي ټي آئي چيئرمېن وزن هم کم کړے دے۔

د ملکي وګړو د پوځي مقدمې په ضد د درخواستونو په مقدمه کې د بشرې بي بي په جمع شوي بيان کې ويل شوي چې له ډېرو مشکلاتو او ستونزو وروسته د اګست په ۲۲مه په اٹک جيل کې د ناستې اجازه ورکړل شوه.

بيان کې وئيل شوي دي چې دپي ټي ائي دچيئرمين دلاس عضلات هم ډير کمزوري شوي دي، په ٧٠ کلنۍ کې دا خطرناکه ده، ژوند ته يې خطره ده.

بشرا بي بي په خپل بيان کې وئيلي دي چې د پي ټي ائي چيئرمېن د ملک لپاره هر ډول زحمت او قربانۍ ورکولو ته تيار دی ، سپريم کورټ دې د پي ټي ائي د چيئرمېن د بد حالت نوټس واخلي .

ياده دې وي چې په 5م اګست 2023م کې د اسلام اباد ايډيشنل سيشن جج همايون دلاور عمران خان ته د توشه خانې په مقدمه کې د درې کاله بند او يو لک روپو جرمانې سزا اورولې وه، چې وروسته هغه له لاهور څخه نيول شوی او اٹک جيل ته لېږدول شوی و. ..

Leave a reply