د آفيشل سيکريټ ايکټ لاندې قائم شوي خصوصي عدالت د سيفر کيس کښې د شاه محمود قريشي په جسماني ريمانډ کښې د دريو ورځو لپاره اضافه کړې ده۔

0
137

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام اباد د ځانګړې محکمې قاضي ابوالحسنات د پي ټي ائي د وائس چيئرمېن شاه محمود قرېشي خلاف د مقدمې اورېدنه په بنده کوټه کې وکړه چې ايف آئي اے شاه محمود عدالت ته وړاندې کړو.

د شاه محمود قريشي لخوا سينئر وکيل شعيب شاهين عدالت ته وړاندې شو او د ايف آئي اے اسپيشل پراسيکيوټر شاه خاور عدالت ته حاضر شو.

سپېشل پراسيکيوټر په خپلو دلائلو کې وويل چې د پي ټي ايي چئیرمين په جلسه کې سيفر څپېړه په داسې حال کې چې شعيب شاهين عدالت ته وويل چې د سيفر څو نقلونه هم شته.

د اورېدنې په مهال شاه محمود قرېشي عدالت ته ووئيل چې د خارجه وزير په حيث هغه د خارجه چارو وزارت ته سيفر لېږلی ؤ او هغه سائفر نه دی غلا کړی.

د اورېدنې په مهال د اېف آئي اے سپېشل پراسيكيوټر د شاه محمود قرېشي د نهه ورځو جسماني ريمانډ غوښتنه وكړه چې شعيب شاهين يې مخالفت وكړو۔

عدالت د فریقینو دلائل اوریدلو نه پس د شاه محمود د نور جسماني ریمانډ په اړه فیصله محفوظ کړې وه کومه کښې چې څه موده پس نور توسیع کړے شو.

عدالت شاه محمود قرېشي د درې ورځو په جسماني ريمانډ د ايف آئي اے تحقېق ته ولېږلو چې له هغې وروسته د ايف آئي اے مشر سره روان شو۔

ياده دي وي چي تر دې وړاندي عدالت شاه محمود قريشي په څلور ورځني جسماني ريمانډ ايف آئي اے ته حواله کړے وو چي وروسته د هغه د جسماني ريمانډ موده اوس اووه ورځو ته زياته شوې ده۔

Leave a reply