د سندهـ هائي کورټ د سندهـ نګران وزيراعلي جسټس (ر) مقبول باقر د تقرر خلاف درخواست ناقابل سماعت ګرځولی دی.

0
185

باغي ټي وي رپورټ

د سندهـ هائي کورټ کښې د سندهـ نګران وزيراعلې جسټس (ر) مقبول باقر د تقررۍ په ضد د درخواست اورېدنه شوې چې پکښې درخواست کوونکي دريځ خپل کړو چې د آئين آرټيکل 207 لاندې جسټس (ر) مقبول باقر نگران نۀ شي کيدلى. وزیر اعلی

د درخواست کوونکي په موقف کې جسټس يوسف علي سعيد وويل چې درخواست کوونکي د غلط قانون حواله کوي، بايد د پاکستان سروسز رولز ته رجوع وکړي.

ابراهيم ابرو وکيل په خپلو دلائلو کې وويل چې جسټس (ر) مقبول باقر د ۲۰۲۲م کال د اپريل په څلورمه نيټه د سپريم کورټ څخه ريټايرډ شوی دی.

د اوريدنې په مهال د سندهـ هائي کورټ چيف جسټس احمد علي شيخ واضحه کړه چې مقبول باقر د سپريم کورټ ريټائرډ جج دے، وکيل دې په احترام خبرې وکړي.

د سندهـ هائي کورټ د اړخونو دلائل اوريدو نه پس د سندهـ هائي کورټ د نگران وزيراعلي د تقررئ خلاف درخواست د جسټس (ر) مقبول باقر په ضد دائر کړے دے

عدالت د درخواست مسترد کولو سمري حکم جاري کړے دے ولي تفصيلي فيصله به وروسته کولې شي۔

Leave a reply