د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د برتانيې وکيل راشد يعقوب ته لارښوونه کړې چې د ده دوسيه په نړيوالو ادارو کې پورته کړي.

0
139

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو له مخې په دغه خط د سپريم کورټ وکيل اظهر صديق هم لاسليک کړى دى.

په دې اړه د راشد یعقوب نظر دا دی چې زما سره د لارښوونو لیک دی، که نه نو زه یې نه شو کولی.

هغه وویل زه لومړی وکیل یم، وکیلان به پوښتنه وکړي چې مکتوب چیرته دی؟

دسرچينو له مخې زلفي بخاري اؤ دپي ټي ائي نورو مشرانو درشيديعقوب دوسيه نړيوالو ادارو ته رسولو غندنه کړې ده.

په دې لړ کې د عمران خان وکيل وويل، زلفي بخاري او نعيم پنجوتا به د تورونو لګولو پر ځای ټليفونونه او برېښناليکونه لېږل.

ياده دې وي چې پخوانى وزيراعظم عمران خان د توشه خانې په مقدمه کې په اٹک جيل کې د درې کالو بند سزا تېروي.

Leave a reply