د مسلم ليګ ن مشر او پخواني وزيراعظم نوازشريف تور لګولې چې چيف جسټس د توشه خانې نه القادر ټرسټ ته په کرپشن کښې د ککړ کس د بچ کولو لپاره فعال دے.
باغي ټي وي رپورټ
لندن کې ميډيا سره خبرو کې پخواني وزيراعظم نوازشريف وويل چيف جسټس د عمران خان د بچ کولو کوشش کوي، هغه پوهيږي چې دغه کس کرپټ دی او پاکستان يې تباه کړی دی، د اپوزيشن د دھرنو او احتجاجونو پرته يې هيڅ هم نه دي کړي. حتی واک ته د رسیدو وروسته یې هم هیڅ ډول تیښته نه ده پریښې.
پخواني لومړي وزیر ویلي امریکا ته له تلو وروسته یې ویلي چې په زندان کې به د نواز شریف له کوټې څخه فین او AC لیرې کړي، د پاکستان عدالت د هغه دنده په خطر کې اچوي.
نوازشريف وويل څوک نه پوهيږي چې دا جنرال باجوه او جنرال فيض چا راوستى و، ثاقب نثار په ريکارډ کې دى چې نوازشريف، مريم نواز دې جيل کې واچول شي او عمران دې راوستل شي، هغه دا هم وويل چې دا ده د دې خلکو پریکړه، دوی څوک وو؟ جنرال باجوه او جنرال فیض وو.
د مسلم ليګ (ن) مشر وويل د سپريم کورټ پخواني چيف جسټس زمونږ په ضد څه نه دي کړي، د هغه په اړه دننه څخه ګواهۍ راځي، جسټس شوکت صديقي يو سينئر جج ؤ، د هغه د ګواهۍ نه لويه خبره بله بله څه کېدې شي.