اولس مشر ډاكټر عارف علوي چيف الېكشن كمشنر سکندر سلطان راجا ته خط ليكلې چې په هېواد كښې د عامو ټاكنو د نېټې فيصله وكړي۔

باغي ټي وي رپورټ
صدر عارف علوي چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا ته په خط کښې نن يا سبا يوه غونډه رابللې ده۔
د عارف علوي لخوا په ليکل شوي خط کې راغلي چې ولسمشر د اګست په نهمه نېټه د وزيراعظم په مشوره قومي اسمبلۍ منحل کړه، د اساسي قانون د ۴۸ (۵) مادې له مخې د اسمبلۍ د عمومي انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه ټاکل شوې ده. نیټه د 90 ورځو دننه.
خط کې وئيل شوي چې چيف اليکشن کميشنر ته بلنه ورکړل شوې ده چې نن يا سبا د اولس مشر سره ملاقات وکړي چې د عامو انتخاباتو دپاره مناسبه نيټه وټاکي.
ياده دې وي چې پخواني وزيراعظم شهباز شريف د اګست په لسمه نيټه د قامي اسمبلۍ د منحل کولو سمري د پاکستان صدر ته استولې وه چې صدر عارف علوي په همغه ورځ لاسليک کړه او اسمبلۍ يې منحل کړه.
د اګست په ۱۲مه وزيراعظم د قامي اسمبلۍ د لغوه كولو سمري لاسليك كړې او د منظوري لپاره يې اولس مشر ته لېږلې وه۔ د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، ولسمشر د لومړي وزير په مشوره قومي اسمبلۍ منحل کړه او د اساسي قانون د ٥٨مې مادې له مخې يې اسمبلۍ منحل کړه.






