د سیندونو د سیلابونو لړۍ له پنجاب وروسته سندهـ ته ورسیده.

0
216

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه پنوعاقل سره نزدې د سيلابي سيلاب له امله په نهر کې سل فټه دراغونه راوتلي چې له امله يې فصلونه اوبو لاندې شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د سیمې اوسېدونکو شکایت کړی، چې د اوبو لګولو مسوولین له خبر ورکولو سره سره نه دي راغلي.

له بلې خوا بهاولپور ته نژدې ۷۶ زره اوسېدونکي د ستلج په سیند کې د سېلابونو له امله کډه شوي دي.

د دې تر څنګ په لودھران کې هم د سخت خبرداری په حال کې خیمې لګول شوي دي.

د راپورونو له مخې د سېلاب له امله په قصور، اوکاڑه، پاکپتن، عارفواله کې د سیند غاړې مېشت ځایونه هم په اوبو کې ډوب شوي، چې له هغې وروسته د پاکستاني پوځ د مرستې چارې روانې دي.

ياده دي وي چي د موسمياتو محکمي د شورو ورځ نه په ملک کښي د مون سون د زياتو بارانونو وړاندوينه کړي ده، د بارانونو دغه سلسله به د اګست تر 27 پوري جاري وي چي له وجي به په غرني سيمو کښي د ځمکښوئيدو خطره موجود وي۔

د بارانونو له امله په اسلام اباد، راولپنډۍ، پيښور او لاهور کې د 23م اګست نه تر 26م نيټې پورې په ټيټو سيمو کې د سيلاب راتلو امکان شته.

Leave a reply