د لوړو زده کړو وزارت وایي: تیر کال یې ۲۹ پوهنځي، ۹ د دوکتورا او ۴۰ د ماسټرۍ برنامې رامنځته کړي.

د لوړو زده کړو وزارت وایي: تیر کال یې ۲۹ پوهنځي، ۹ د دوکتورا او ۴۰ د ماسټرۍ برنامې رامنځته کړي.
21 اګست دوشنبه 2023
د لوړو زده کړو وزارت مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل:د ټولنې د اړتياوو په پام کې نيولو سره د مسلکي بشري ځواک د روزلو لپاره،په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د لېسانس په کچه ۲۹ پوهنځي، ۶۵ډيپارټمنټونه او شپنۍ تحصیلي برنامې ایجاد شوي دي.
اړوند موضوعات
د لوړو زدهکړو وزارت وايي: د یاد وزارت د تحصیلي نصاب د بیا کتنې کار ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی.
دغه راز د متخصص بشري ځواک د پياوړتيا او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ۹ د دوکتورا او ۴۰ د ماسترۍ برنامې او په ۲۵ امارتي پوهنتونونو کې د څېړنو معاونیتونه رامنځته شوي دي.





