کډوالو وزارت بادغيس او خوست ولایتونو کې د ۸۰۰ څخه زياتو اړمنو کورنيو سره مرستې کړي.

0
65

کډوالو وزارت بادغيس او خوست ولایتونو کې د ۸۰۰ څخه زياتو اړمنو کورنيو سره مرستې کړي.

21 اګست دوشنبه 2023

د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوراک نړيوال سازمان له لورې د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ ۳۲۹کورنيو سره د زمري په ۲۹مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.

 

دغه کورنۍ، چې مخکې د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه ورته څلور قلمه خوراکي توکي وویشل شول.

 

همدا راز د افغانستان د بشري مرستو خيريه صندوق له لورې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۵۰۰ کورنيو سره د زمري په ۲۶مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.

اړوند موضوعات

کډوالو وزارت بامیان او کاپیسا ولایتونو کې نیږدې ۱۲۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته کړی.

 

يادې کورنۍ، چې د مهاجرينو چارو رياست له لورې مخکې په دوه منده ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې ۴ قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.

Leave a reply