د لوړو زدهکړو وزارت وايي: د یاد وزارت د تحصیلي نصاب د بیا کتنې کار ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی.

د لوړو زدهکړو وزارت وايي: د یاد وزارت د تحصیلي نصاب د بیا کتنې کار ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی.
24 اپریل دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د نصاب مشر عبدالروف فراهي وايي چې تر دې دمه په بېلا بېلو برخو کې د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې له ۸۰ ډېر د درسي نصابونو چارې بشپړې شوي دي.
د فراهي په وینا د پاتې ۵۰ سلنې تحصیلي نصاب بیا کتنې کار هم روان دي. د ښاغلي فراهي له قوله چې موږ جورلټ نصاب نه بدلوو؛ بلکې په شاوخوا ۱۶۰ څانګو کې چاڼ کوو.
د نوموړي په وینا چې د ځينو رشتو مفردات او منځپانګه به لږوډېره بدله شي او د ځينو نورو به یوازې سرلیکونو کې بدلون راشي.
اړوند موضوعات
وزارت تحصیلات عالی می گوید که 50 درصد تجدید نظر در نصاب درسی تکمیل شده است
بلخوا د پوهنتونونو یوشمېر استادان او زده کړیالان وايي چې د نصاب بدلون باید د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ وشي. لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب بیا کتنې په اړه داسې مهال څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د هیواد د بېلابېلو پوهنتونونو استادان او مسوولینو د ګډ کار لپاره پلازمېنې کابل ته راغوښتي وو.





