د کراچۍ نه اسلام اباد ته په لاره د پينډۍ بهټيان سره نزدې د مسافرو يو بس د ټکر سره مخ شو چې په نتيجه کې يې ١٨ کسان وژل شوي او ١٥ نور ژوبل شوي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د پيښې په اړه ډي پي او ډاکټر فهد وويل چې دپيښې څخه ١٨ مړي راايستل شوي دي، په پيښه کې د بس ډرائيور او پک اپ وان هم سوځيدلي دي چې زياتره يې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي. ویل کیږي چې د ټپیانو حالت نازک دی.
د ډي پي او ډاکټر فهد په وينا د مړو پېژندګلو به د ډي اېن اې له لارې کېږي، ژوبل کسان د پېنډۍ بهټيان او فيصل اباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د کراچۍ نه اسلام اباد ته په لاره د پينډۍ بهټيان سره نزدې د مسافرو يو بس د ټکر سره مخ شو چې په نتيجه کې يې ١٨ کسان وژل شوي او ١٥ نور ژوبل شوي دي.
دپيښې په اړه ډي پي او ډاکټر فهد وويل چې دپيښې څخه ١٨ مړي راايستل شوي دي، په پيښه کې د بس ډرائيور او پک اپ وان هم سوځيدلي دي چې زياتره يې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي. ویل کیږي چې د ټپیانو حالت نازک دی.
د ډي پي او ډاکټر فهد په وينا د مړو پېژندګلو به د ډي اېن اې له لارې کېږي، ژوبل کسان د پېنډۍ بهټيان او فيصل اباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پوليسو وينا ده چې نن مازيګر څلور بجې يو پک اپ وين او يو مسافر وړونکي بس سره ټکر شو چې له امله يې په ګاډو کې اور ولګېد، دواړه ګاډي په مکمله توګه سوځيدلي دي، پک اپ وين کې ډيزل بار ؤ.
د پنډي بهټيان روغتون ايم ايس وايي، د کوپينډي بهټيان روغتون ته د ١١ کسانو جسدونه او ١٥ ټپيان راوړل شوي، چې د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.