د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د اسلام اباد ترنول سټېشن پولیسو نیولی دی.

0
194

باغی ټي وي رپورټ

د اسلام اباد پولیس وايي، د ملي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر یې په حکومت کې د لاسوهنې په تور نیولی دی.

ياده دې وي چې له دې وړاندې د اسلام اباد ترنول پوليسو هم د پخوانۍ وفاقي وزيرې شيرين مزاري د لور ايمان مزاري نيول کېدل تاييد کړي وو.

د اسلام اباد پولیس وايي، ایمان مزاري یې له خپل کور څخه نیولې ده.

له دې وړاندې شیرین مزاري په سوشل میډیا ایکس (ټویټر) په خپل یو پوسټ کې ادعا کړې وه چې لور یې ایمان مزاري د ښځینه پولیسو او په ساده جامو کې د خلکو لخوا تښتول شوې ده.

هغه زياته کړه چې ښځينه پوليسو او په ساده جامو کې يې د ايمان مزاري لپ ټاپ او موبايل هم نيولي دي.

Leave a reply