پخوانۍ وفاقي وزيرې شيرين مزاري ادعا کړې وه چې زما لور ايمان مزاري زنانه پوليس او په ساده جامو اغوستو خلکو تښتولې ده.

0
180

باغی ټي وي رپورټ

پخوانۍ وفاقي وزيرې شيرين مزاري ادعا کړې وه چې زما لور ايمان مزاري زنانه پوليس او په ساده جامو اغوستو خلکو تښتولې ده.

په سوشل میډیا سایټ ایکس (ټویټر) کې په خپل یو پوسټ کې هغه لیکلي چې چارواکي د کور شاوخوا ګرځیدل، ایمان په خپله کوټه کې ویده وه، چارواکو هغې ته د جامو بدلولو اجازه هم نه ورکوله.

شيرين مزاري وويل چې په کور کې يواځې دوه ښځې ژوند کوي، موږ ته يې وارنټ هم نه و ښودل شوى، دا تښتونه ده.

Leave a reply