په کراچۍ کې د ډزو په بيلا بيلو پيښو کې يو پوليس او د سياسي ګوند يو کارکوونکی وژل شوي دي.

باغی ټي وي رپورټ
د پوليسو ترمخه دپوليسو افسر زاهد شير محمد دملير شريف گوټ سيمه کې په ډزو وژل شوى دى.
د پوليس وينا ده چي اهلکار زاهد شير محمد د خپل کور نه بهر ناست وو چي نامعلومه کسانو ډزي اوکړي چي له وجي ئي هغه سخت ژوبل شوے د کومي چي ژوبل اهلکار د طبي امداد لپاره هسپتال ته منتقل کولو په مهال مړ شوے دے۔
پوليس وائي چي اهلکار زاهد شير محمد فارن سيکورټي سيل کښي تعينات وو، پيښه دښمني ښکاري، نور تحقيقات روان دي۔
بل خوا د کراچۍ په عابد اباد سيمه اتحاد ټاون کې د پاکستان پيپلز پارټۍ يو ځايي مشر په ډزو وژل شوی دی.
د ايس ايس پي کيمري وينا ده چي نامعلومه موټر سائيکل سورو ملزمانو د يو سي 31 نائب صدر پيپلز پارټئ مشر شوکت حماد د کور مخي په ډزو ويشتي او وتښتيدل۔
دپوليسو وينا ده چې دا به له وخته وړاندې وي چې پيښه هدفي وژنه ده او که دغلا په مهال مزاحمت، دپيښې دڅرنګوالي په اړه به دعيني شاهدانو دخبرو وروستو څه ويل کيدى شي چې دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو کې ده. ساحه






