د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وايي په تېر حکومت کې اتحادي ګوندونو د مردم شمارۍ اطلاع ورکړې وه او دوی ته پته وه چې حلقې به جوړېږي.
باغی ټي وي رپورټ
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په كراچۍ كښې د قائد اعظم په مزار د زيارت او فاتحه خواني وكړه په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ته د وسله والو ځواكونو سلامي وركړه٬ د سېنېټ چيئرمېن په مزار كښې د ګلونو ګېډۍ كښېښودې او د مېلمنو په كتاب كښې يې تبصرې هم ليكلې۔
ميډيا سره خبرو كښې صادق سنجراني ووئيل د بلوچستان سېنېټران د بلوچستان په حقله ښه آواز پورته كوي او د بلوچستان اولس د نگران وزيراعظم نه د هيلې څراغ ليدلې خو د بلوچستان پرمختګ لپاره زياتو وسائلو ته اړتيا ده۔
د يوې پوښتنې په ځواب كښې د سېنېټ چيئرمېن وويل په تېر حكومت كښې اېتلافي ګوندونو د مردم شمارۍ نوټس وركړو نو ټولو ته پته وه چې حلقه بنديانې به كوي۔
د مشرانو جرګې رییس وویل، ډاډه اوسئ چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي، هرڅومره ژر چې ټاکنیزې حوزې بشپړې شي، د ټاکنو کمېسیون به د ټاکنو نېټه اعلان کړي، ولس دې مطمین وي چې ټاکنې به وشي. په خپل وخت ترسره شي.
د پاکستان د صدر اعظم په اړه د پوښتنې په ځواب کې صادق سنجراني وويل د صدر مملکت دوره د ستمبر په نهمه نېټه ختميږي، د نوي صدر تر انتخاب پورې به د رياست صدر په خپله چوکۍ پاتې وي او د قامي اسمبلۍ دوره به بشپړه شي.