د سپريم کورټ سينئر جج او نامزد چيف جسټس آف پاکستان جسټس قاضي فائز عيسى جرانواله دوره کړې ده۔

باغی ټي وي رپورټ
جسټس قاضي فائز عیسی په جڑانواله کې د کرسچن کالونۍ دوره وکړه چرته چې هغه د ترهه ګرۍ له وجې د متاثره کورونو او کلیساګانو د حالاتو جاج واخیسته.
جسټس قاضي فائز عیسی هم په دې موقع د جڑانواله متاثرینو سره ولیدل په دې موقع د هغه میرمن هم ورسره وه.
جسټس قاضي فائز عیسی په ډپټي کمشنر غصه څرګنده کړه او ویې ویل چې د پيښې نه درې ورځې تیرې شوي خو متاثره کوڅې نه دي پاکې شوي.
نومړي چيف جسټس ډپټي کمشنر ته د کرسچن کالونۍ کوڅې په سمدستي توګه پاکولو هدايات هم کړي دي۔
جسټس قاضي فائز عیسی په دانش سکول کې د متاثرینو سره ولیدل چې وروسته هغه لاړ.





