د اردن هیواد یو تن سوداګر افغانستان کې د پانګونې او د وچو میوو صادرولو ته لیوالتیا ښودلې.

د اردن هیواد یو تن سوداګر افغانستان کې د پانګونې او د وچو میوو صادرولو ته لیوالتیا ښودلې.
19 اګست شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د اردون هیواد یو تن سوداګر غازي احمدالمریش سره کتلي.
خبر زیاتوي چې د اردن هېواد دغه سوداګر د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره په لیدنه کې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
نوموړي همدا راز ویلي دي، چې غواړي د افغانستان وچې مېوې او معدني توکي خپل هېواد ته صادر کړي.
اړوند موضوعات
روسیه وايي افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته تیار دي
د سوداګرۍ وزارت مرستیال د ښاغلي المریش په راتګ خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان کې بهرنیو پانګوالو لپاره ښه زمینه برابره شوې او دوی پکې په ډاډه زړه تګ راتګ او سوداګریز فعالیتونه ترسره کولی شي.






