روسیه وايي افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته تیار دي

روسیه وايي افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته تیار دي
د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه شرکت مسوولینو ویلي دوی په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا لري او تر ډېره ددې غوښتونکي دي چې وکړی شي له ډبرو سکرو انرژي تولید کړي.
(2022 / 6 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه وايي افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته تیار دي.
د انرژۍ په برخه کې د یوه روسي شرکت استازو په کابل کې د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د انرژۍ پر سکتور پانګونې ته تیار دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه شرکت مسوولینو ویلي دوی په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا لري او تر ډېره ددې غوښتونکي دي چې وکړی شي له ډبرو سکرو انرژي تولید کړي.
دوی له افغان حکومت په دې برخه کې د اسانتیا برابرولو غوښتنه کړې ده.
له دې سره جوخت یوه ترکي شرکت هم د اوبو او انرژۍ وزارت له چارواکو سره کتلي دي او له دوی یې غوښتي چې د پانګونې زمینه ورته برابره کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي دوی نړیوالو پانګوالو ته د قوانینو په چوکاټ د پانګونې زمینه برابروي او دوی هڅوي چې افغانستان کې په بېلو برخو کې پانګونه وکړي.





