نړيوال بانک افغانستان سره د کرنې برخه کې ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي
نړيوال بانک افغانستان سره د کرنې برخه کې ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي
نړیوال بانک ویلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې لوږه پراخه شوې نو ددې جدي اړتیا ده چې په دغه هېواد کې د زراعتي تولید کیفیت ښه شي او خلک خوړو ته اسانه لاسرسی ولري.
(2022 / 6 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وایي نړیوال بانک د افغانستان د کرنې له برخې سره د ۱۵۰ میلیونو ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو مطبوعاتي برخې ویلي نړیوال بانک تېره ورځ ورسره ژمنه کړې چې په افغانستان کې د لوږې د له منځه وړلو او زرګونه بېوزله کروندګرو سره د همکارۍ لپاره ۱۵۰ میلیونه ډالر مرسته کوي.
دغه مرستې به د کرنې د ښه والي او په افغانستان کې د غنمو د تولید د ډېروالي په موخه کېږي.
نړیوال بانک ویلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې لوږه پراخه شوې نو ددې جدي اړتیا ده چې په دغه هېواد کې د زراعتي تولید کیفیت ښه شي او خلک خوړو ته اسانه لاسرسی ولري.