ناټو: طالبانو د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړباسو

0
236

ناټو:  طالبانو د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړباسو 

نوموړي تېره ورځ په بروکسل کې د ناټو دویمې ورځې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د ناټو له متحدینو سره په دې اړه سلا مشورې کېږي، چې څنګه طالبان د خپلو هغو ژمنو د عملي کولو لپاره حساب کتاب ته کېنول شي، چې د ترهګرۍ په برخه کې یې کړې وې.

 

(2021 / 10 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې له خپلو متحدینو سره پر دې غور کوي چې طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو لپاره حساب کتاب ته کېنوي.

نوموړي تېره ورځ په بروکسل کې د ناټو دویمې ورځې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د ناټو له متحدینو سره په دې اړه سلا مشورې کېږي، چې څنګه طالبان د خپلو هغو ژمنو د عملي کولو لپاره حساب کتاب ته کېنول شي، چې د ترهګرۍ په برخه کې یې کړې وې.

روسیې ویلي چې افغانستان کې د ناټو له پاتې وسلو دې ناسمه ګټه نه اخیستل کېږي

د نوموړي په خبره، طالبان باید هغه ژمنې هم عملي کړي چې خطر سره مخ افغانان وکولا شي په خوندي ډول له افغانستان ووځي.
ښاغلي سټولټنبرګ ویلي، دا هغه ژمنې دي چې د امریکا سره یې د مذاکراتو پرمهال کړې وې.

ناټو په دې غونډه کې له افغانستان څخه د پاتې کسانو د ایستلو په هکله هم له خپلو متحدینو سره خبرې کړي دي.

Leave a reply