امریکا: لۀ افغانستان څخه د خپلو همکارانو اېستلو ته دوام ورکوو
امریکا: لۀ افغانستان څخه د خپلو همکارانو اېستلو ته دوام ورکوو
ښاغلي استن په بروکسل کې د ناټو غوڼدې ته ویلي، چې د هغو کسانو پر وړاندې اخلاقي مسوولیت لري، چې په افغانستان کې یې له امریکا سره کار کړی دی.
(2021 / 10 / 23 نېټع باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا دفاع وزیر لوېډ استن ویلي، چې په افغانستان کې د بند پاتې افغان متحدینو او همکارانو د ایستلو هڅې دوام لري.
ښاغلي استن په بروکسل کې د ناټو غوڼدې ته ویلي، چې د هغو کسانو پر وړاندې اخلاقي مسوولیت لري، چې په افغانستان کې یې له امریکا سره کار کړی دی.
د نوموړي په خبره:
“که هغوی وغواړي چې له افغانستان څخه ووځي، مونږ به خپل ټول توان سره ورسره مرسته وکړو او دغه کارته به دوام ورکړو.”
اړوند موضوعات:
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر وايي چې اروپايي هېوادونه دې له لس تر سل زرو نور افغانان هم ومني
نوموړی د خپلو ځایي همکارانو د ایستلو خبره په داسې مهال کوي چې لا هم په افغانستان کې سلګونه هغه کسان پاتي چې له امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو سره یې کارونه کړي دي.
د امریکايي چارواکو د مالوماتو له مخې، د جولای د میاشتې له وروستیو د اګست د میاشتې تر ۳۰ مې پورې یې له افغانستان څخه ۱۲۴ زره کسان بهر لېږدولي دي.