د تورخم په اړه د اسلامی امارت یو مهم پیغام

0
154

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د تورخم لار د بار وړونو او د پاکستان ویزا لرونکو په مخ پرانستل شوې ده، هم اهم پیغام ی دا هم افغانانو له ورکړې چې هغه افغانان چې د پاکستان ویزا نه لري، که ماشومان وي او که لوی،نو دوی دې واپس خپلو کورونو ته لاړشي.

عبدالقهار بلخي وایی چې په تورخم پو له هغه کسان چې ویزا نه لری ، که هغه ماشومان وي یا لوی نو هغوی ته په تورخم پوله اجازت نه ورکول کښې چې خیبر پښتونخوا لورې ته واوړي.
د اسلامی امارت د بهرنیو چارو ویاند بلخي زیاتوي چې په دې اړه د اسلامی امارت کوششونه روان دي چې په تورخم د مسافرو لپاره نورې اسانتیاوي هم پیدا کړي، او خلقو ته ی ویلی دی چې کوم کسان چې د پاکستان ویزا نه لری هغوی دې واپس خپلو کورونو ته راشي.
د افغانستان اسلامی امارت په ویب پانړه هم دا خبر خپور شوې چې هغه افغانان چې د پاکستان ویزا نه لري هغوی دې تورخم څخه واپس خپلو کورونو ته ستانه شي.
http://alemarahen.com/?p=48562http://alemarahen.com/?p=48562
یاده دې وی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ کښې د پاکستان یو پلاوی په تیرشوو لنډو ورځو کښې د کابل دوره وکړه او هم په دې ورځ د تورخم په پوله افغانانو ته هم اجازت ورکړې شو چې پاکستان ته سفر وکړي، تورخم پوله باندې د پاکستان د لورې د میی ۵ نیټې نه د کورونا مرض د مخنیوي لپاره سفری بندیزونه لګیدلي وو خو ددې باوجود هم په پوله افغان مریضانو ته اجازت ورکول کیدل چې پاکستان ته د علاج لپاره راشي.
افغان مسافرو، سوداګرو او مشرانو د پاکستان حکومت ستاینه کړې چې د تورخم په پوله ی سفری بندیزونه ختم کړل او وس افغانان چې د پاکستان ویزا لري کولې شي چې په آزاده توګه پاکستان ته لاړ شي.


د پښتو باغي ټي وي ددې خبر سره تړلي نور خبرونه هم وولولۍ.
https://pashto.baaghitv.com/%d9%be%d9%87-%d8%aa%d9%88%d8%b1%d8%ae%d9%85-%d9%be%d9%88%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%b1%d8%b4-%d8%ac%d9%88%da%93-%d8%b4%d9%88%db%90/
………………………………
https://pashto.baaghitv.com/%d9%be%d9%87-%d8%aa%d9%88%d8%b1%d8%ae%d9%85-%d9%be%d9%88%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%85%d8%a7%d8%b4%d9%88%d9%85%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d9%86%d8%b2%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87/
……………………………..
https://pashto.baaghitv.com/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%db%b5-%d9%be%db%8c%d9%86%da%81%d9%87-%d9%85%db%8c%d9%84%db%8c%d8%a7%d8%b1/
………………………………

Leave a reply