ملګري ملتونو د افغانستان اولس لپاره د مرستې اعلان کړې

Photo Credit: UNDP Afghanistan
باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو سازمان ویلي دي چې د افغانستان اولس سره به ددوی اقتصاد او مالي حالت د ودو ورکولو او ددوی کاروبار په ښپو بیا ودرولو لپاره به دوی سره مالي مرستې وکړو چې ددوی کاروبار یو ځل بیا پیل شی او وده وکړي.
د ملګري ملتونو د پرمختیایی پروګرامونو ادارې یو این ډي پي مسولینو او نمایندګانو ویلي دي چې دوی به د افغان اولس ته د کوچنیو کاروبار لپاره او نور کاروبارۍ چارې فعال ساتلو لپاره مالي مرستې ورکړي چې د اولس کار روزګار روان شي.
د بي بي سي په ویب پانړه یو رپورټ مطابق د یو این ډي پي دا پروژه د ۱۲ میاشتولپاره، د څلورنیم ملیونه افغانانو لپاره ده چې دوی ته به ۶۶۷ ملیونه ډالر ورکړې شي چې دوی په کار روزګار روان کړي.
د رپورټ مطابق ملګري ملتونو دا خبردارۍ هم ورکړې دې چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد ۳۰ سلنه را کم شي او په افغانستان کښې یو انساني ناورین هم رامنځته کیدۍ شي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام کاني ویګنراجا بي بي سي ته په خبرو کښې ویلي چې په افغانستان د طالبانو د کنټرول نه وړاندې مو اټکل کړې وو چې په افغانستان کښې په افغانستان کښې ۵۰ سلنه افغانان د بیوزلۍ او فقر ترلاندې ژوند کوی ، د ملګری ملتونو نماینده زیاتوي چې په د راتلونکي کال په اولنۍ ورځو کښې به دا کچه نوره هم زیاته شی او ۹۷ سلنه ته به ورسي.
په داسې وخت کښې چې د ملګری ملتونو مشرانو هم داسې خبردارۍ ورکړې چې په افغانستان کښې د انساني ناورن رامخ ته کیدو ادیښنه شته نو امریکا، نیټو او هم دغه شان مسلمان هیوادونو له په کار دې چې افغانستان یواځې پری نه ږدي ، افغانستان سره او د امارت اسلامی حکومت سره په بیا بیا اړیکو کښې شي چې دلته د انسانی بحران مخه ونیول شي.
یاده دې وی چې د زیارت په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پاکستان له لوري یو لوړي پوړ پلاوي سره د کابل سفر وکړو، په کابل کښې د اسلامی امارت لوړ رتبه چارواکو سره وکتل، د افغانستان لپاره ی د پاکستان د لوري د ۵ ملیارده ډالرو د بشري مرستو اعلان هم وکړو.
………………………………
.