په برتانيا کې د پاکستان نوي ټاکل شوي هائي کمشنر ډاکټر فيصل له پخواني لومړي وزير نواز شريف سره وليدل.

باغی ټي وي رپورټ
د ډاکټر فيصل او پخواني وزيراعظم ترمينځ ليدنه په سنټرل لندن کې د حسن نواز په دفتر کې شوې چې پکې د پاکستان په شمول د دوه اړخيزه علاقو په چارو خبرې اترې شوي دي.
ياده دې وي چې په برتانيه کې د پاکستان نوي هائي کمشنر ډاکټر محمد فيصل روانه مياشت خپله دنده په غاړه اخستې وه.ډاکټر محمد فيصل برطانيې ته د رسېدو سره سم د پاکستان د بهرنيو چارو استازې کيټرين کولون هرکلى وکړ. انګلستان
د پاکستان د عالي کمېشنرۍ له مخې ډاکټر محمد فیصل تر دې مخکې په جرمني کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوله.






