اليکشن کميشن د نوي هاؤسنګ سوسائټيز جوړولو لپاره د زرعي زمکو قربانۍ په اړه د پنجاب نگران وزيراعلي ته خط ليکلي دي۔

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي ته يو خط ليکلي دي چې پکښې وئيلي شوي دي چې زرعي زمکه په شنو سيمو باندې د کمپرومائز کولو له وجې قرباني کيږي۔
د خط د متن ترمخه ډپټي کمشنران د هاؤسنګ سوسائټيو لپاره اين او سي جاري کوي، دې اقدام سره به د استوګنې علاقو کښې بې حده زياتوالے راشي نو د نوو هاؤسنګ سوسائټيو لپاره د اين او سي جاري کول دې په فوري توګه بند کړے شي۔
په خط کې دا هم ویل شوي چې د هاؤسنګ سوسائټیو په نوو این او سیونو سره فساد له پامه نه غورځول کیدی، امید دی چې نگران حکومت به د خپل امر سره سم عمل وکړي.






